IQNA

د یمن په  ګواښونو پسې داسرائيلو ته څه دپاسه ۴میلیارډډالری تاوانونه رسیدلي

7:02 - December 20, 2023
د خبر لمبر: 3488449
ایکنا- ګلوبس  خپرونې هم په یوه راپور کې ويلی دي،د.روان میلادي کال  د اسرائیلو د کشتۍ چلونې شرکتونوونډو د خپل باراز  کابو ۲۳فیصدي ارزښت له لاسه ورکړی دی  او اوس سترو شرکتونو د سره سمندر له لارې د خپلو کشتیو تګ راتک درولی دی.

ایکنانیوز د ایرنا له قوله راپور راکوی د سرۀسمندر او باب المندب  له لارې د صهیونیسټ رژيم  په لور د  تجارتي کشتیو دتګ راتګ د مخنیوي په باب دیمن د ملی پوځ  په ګواښونو  او اقداماتو پسې  نیواکي ټاټوبو ته د هر بار شوي کنټینر د ځای په ځاي کولو لګښت له سلو ډالرو څخه څلور سوه ډالرو ته رسیدلی دی او تر پرون پورې   اسرائیلو ته  کابو څلور میلیارډ ډالرو زیات تاوانونه رسیدلي دي.

 ایرنا د اسرائیل هوم  صهیونیستي  ورځپاڼې له قوله راپور  ور کړی ، د صهیونیسټ رژيم  ؛زیم ؛ټرانزیټي شرکت  په یوې خبرتیا کې  نیواکي ټاټوبو ته د   هررسیدونکي کنټینر د ځای په ځّاي کولو لګښت  له سلو ډالرو څخه  څلور سوه  ډالرو ته درسیدا خبر ورکړی دی.  

ګلوبس  خپرونې هم په یوه راپور کې ويلی دي،د.روان میلادي کال  د اسرائیلو د کشتۍ چلونې شرکتونوونډو د خپل باراز  کابو ۲۳فیصدي ارزښت له لاسه ورکړی دی  او اوس سترو شرکتونو د سره سمندر له لارې د خپلو کشتیو تګ راتک درولی دی.

داپه داسې حال کې دي چې د یمن پوځ او د انصار ا... مبارزانو ګواښ  کړی چې تر څو په غزې کې د مظلومو خلکو په ضد د وحشي   او جنایتکار صهیونیسټي رژيم  حملې او تیری پای ته نه وی رسیدلی  دسره سمندر او باب المندب له لارې به اسرائيلو ته ته د تجارتي کشتیو تګ راتګ اجازت ورنکړي.

https://www.irna.ir/news/85327060/

captcha